ننګرهار کې ۳تنه دوسلو قاچاق په تور ونیول شول

comments 0

هندوکش _ ننگرهار: دننګرهار امنیتي چارواکي وایي،چې افغان ځواکونو دننګرهار ولایت په ګوشتې ولسوالۍ کې ۳تنه دوسلو قاچاق کوونکي نیولي دي. د معلوماتو له مخې دغه کسانو سره ۴ ميله کلاشنکوفونه، ۱ميل پيکا، ۳ميله تومانچې، ۱ميل سرپوښ، ۲۵ ګرامه شېشه او جعلي پليټونه نيول شوي دي. چارواکي وایي له نیول شوو کسانو څخه پوښتنې او ګرویږنې روانې دي او ډیر ژر به عدلي او قضایي ادارو ته داجراتو لپاره معرفي شي.
فرهاد شهرانی

Comments