ننګرهار کې ۲۲ داعش وژل شوي

comments 0

هندوکش – ننګرهار: راپورونه وایي، د ننګرهار خوږیاڼو ولسوالۍ کې ۲۲ داعش وسله وال وژل شوي دي.
د ننګرهار ولایت مقام وایي، تېره شپه د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د خوږیاڼو زاوې سیمه کې ځانګړي عملیات کړي او د داعش څو مرکزونه یې له منځه وړي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوږیاڼي وایي، وژل شویو کسان کې د داعش څلور قومندانان هم شامل دي.
په دې مرکزونو کې د داعش وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.
خوږیاڼي د ننګرهار هغه ولسوالي ده چې طالبان او داعش پکې فعالیت لري او ډير کله یو بل د کفر په نامه وژني.
فرهاد شهراني

Comments