ننګرهار کې ۲تنه وسلوال مخالفین وژل شوي

comments 0

هندوکش – ننګرهار: دننګرهار ولایت په مومندرې ولسوالۍ کې دافغان ځانګړو ځواکونو د تصفیوي عملیاتو په پایله کې ۲تنه وسلوال مخالفین وژل شوي دي.
دیاد ولایت ځايي چارواکي وايي،چې په ترسره شوو عملیاتو کې دمومندرې ولسوالۍ ټولې سیمې دوسلوالو ډلو له فعالیت څخه په بشپړ ډول پاکې شوې او په نوموړې ولسوالۍ کې به دعملیاتو له پاي ته رسیدو سره سم څلور نورې امنیتي پوستې هم جوړې شي.
دوي زیاتوي،چې په نوموړو عملیاتو کې افغان ځواکونو او ملکي وګړو ته کوم زیان نه دی اوښتی.
فرهاد شهراني

Comments