ننګرهار کې ۲تنه وسلوال طالبان نیول شوي

comments 0

هندوکش ــ ننګرهار: د ننګرهار ولایت په چپرهار ولسوالۍ کې د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې ۲تنه طالب وسلوال نیول شويدي.
د ننګرهار ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې ۲تنه وسلوال طالبان دافغان ځواکونو له خوا هغه مهال نیول شوي دي، چې په یاده ولسوالۍ کې په تخریبي کړنو بوخت وو.
چارواکي زیاتوي، چې د ننګرهار ولایت په مختلفو ولسوالیو کې د افغان امنیتي ځواکونو له خوا عملیات په چټکۍ سره روان دي او افغان ځواکونه هڅه کوي، چې د ننګرهار ولایت ټولې ولسوالۍ د وسلوالو ترهګرو څخه پاکې کړي.
په ورته وخت کې د ننګرهار اوسیدونکي د افغان ځواکونو له ترسره کړو عملیاتو خوښ دي او د دوام غوښتنه یې کوي.
فرهاد شهراني

Comments