ننګرهار کې ۱۸ طالبانو له جګړې لاس واخیست

comments 0

هندوکش ـ ننګرهار: په ننګرهار ولایت کې د یو قوماندان په ګډون د وسله والو طالبانو اتلس کسیزې ډلې وروسته له هغې له جګړې لاس واخیست، کله چې د کعبې شریفې او د نبوي مسجد د خطیبانو او په ملي او نړیواله کچه د نورو علمآؤ کرامو له لورې د فتوا په ورکړې سره په دې هېواد کې جګړه حرامه وبلل شوه.
ننګرهار والي حيات الله حيات په همدې موخه جوړ شوي خبري کنفرانس پر مهال وويل، د افغانستان، ماليزيا او سعودي عربستان د علماء کرامو د وروستيو فتواو او د اوربند تاثیر له امله د محمد حسن مشهور په زبیر په مشرۍ اتلس وسله وال طالبان د سولې بهير سره يو ځای شول او خپل ۱۸ میله کلاشینکوف یې هم د ملي امنیت مؤظفینو ته وسپارل .
يادو وسله والو طالبانو له پنځو کلونو راهيسې په خوږياڼو او بټي کوټ ولسواليو کې تخريبې کړنې تر سره کولې او د حقایقو په درک کولو سره یې جګړې ته د پای ټکی کېښود او د سولې لاره یې غوره کړه .
د ننګرهار والي حیات د دې کنفرانس پر مهال وویل،د سولې د رامنځته کېدو په موخه حکومت او نړیوال هر ډول غوښتنو او خبرو اترو ته ژمن دي او په دې برخه کې له ټولو ممکنه لارو چارو استفاده کوي .
سولې بهير سره د يو ځای شوي اتلس کسیز ګروپ مشر قومندان محمد حسن وويل، چې د هېواد علماء کرامو، کعبې شريفې امام او د اوربند پر مهال د حکومت او خلکو مينې او شرعي ماحول په ليدو سره يې پريکړه وکړه، چې سولې بهير سره يو ځای شي.
فرهاد شهرانی

Comments