ننګرهار کې ۱۷تنو وسلوالو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتي

comments 0

هندوکش – ننګرهار: دننګرهار ولایت په شیرزادو ولسوالۍ کې دملي امنیت ځواکونو ځمکني او هوايي ځانګړو عملیاتو په پایله کې ۱۷تنه وسلوال طالبان وژل شوي دي.
دننګرهارولایت امنیتي چارواکي وايي،چې په ترسره شوو هوايي عملیاتو کې ۱۳طالبان وژل شوي او ۴تنه سخت ټپیان شوي دي.
همدا راز په یادو عملیاتو کې دطالب وسلوالو دوسلو اومهماتو زیرمې هم له منځه تللې دي.
چارواکي وايي،چې په نوموړو هوايی بریدونو کې ملکي وګړو او افغان ځواکونو ته کوم زیان نه دی اوښتی.
فرهاد شهرانی

Comments