ننګرهار کې یو کس د کاکا کورنۍ وژلې

comments 0

6 Views

هندوکش – ننګرهار: تېره شپه د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې یو کس شپږ کسان وژلي دي.
له ننګرهار څخه راپورونه وایي، د بهسودو ولسوالۍ په سراچې علي خان سیمه کې یو کس خپل تره، د تره ښځه او د تره څلور زامن وژلي دي.
د دې پېښې لامل پخوانی دښمني یاده شوې چې د تره زامنو تر منځ وه.
د ننګرهار ولایت مقام څخه خپره شوې خبرپاڼه کې پېښه تایید شوې او ویلي یې دي چې قاتل په تېښته بریالی شوی دي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments