ننګرهار کې یو کس د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو ونیول شو

comments 0

هندوکش ــ ننګرهار: تېره شپه د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د ننګرهار ولایت د خېوې ولسوالۍ په “شادخان” کلي کې د نشه يي توکو ضد یو لړ هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې یو کس د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو نیولی دی.
له یاد کس څخه یو میل وسله، یو قبضه برچه او یو اندازه نشه يي توکي هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.
فرهاد شهراني

Comments