ننګرهار کې یو کس د باج اخیستنې په تړاو ونیول شو

comments 0

هندوکش ـــ ننګرهار: د ننګرهار ولایت له جنايي جرمونو سره د مبارزې منسوبینو د مرکز جلال اباد ښار په اړوند سیمو کې یو کس د باج اخیستنې په تړاو نیولی دی.
یاد کس په جلال اباد ښار کې یو زر پلورونکی د تیلیفون له لارې کواښه او ۴۰ زره امریکايي ډالره یې ترې غوښتل.
له جنایی جرمونو سره د مبارزې منسوبینو د دې خبر له ترلاسه کولو سره سم اوپراتیفي او کشفي فعالیت وکړ، چې په پایله کې يې باج اخیستونکی نیولی دی.
د دې کس نسبتي دوسیه د لازیاتو څېړنو لپاره اړونده بنسټونو ته سپارل شوې ده.
فرهاد شهراني

Comments