ننګرهار کې یو دیني عالم په ‌ډزو ووژل شو

comments 0

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار ولایت سیمه ییز چارواکي وایي چې ، پرون مازیګر شاو خوا پنځه نیمې بجې د بهسودو ولسوالۍ اړوند هډې اخند زاده سیمه کې ناپیژنده وسله والو د مولوي حنیف په نوم یو دیني عالم په ډزو وژلی او وسله وال د پېښې له ځایه په تېښته بریالي شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره چهارشنبه هم یو دیني عالم د بهسودو ولسوالۍ بلند غر او یو بل دیني عالم په جلال اباد ښار کې ناپیژنده وسلوالو په ډزو وژلي وو.
ننګرهار مېشتي وایي، په دې وروستیو کې دیني عالمان په نښه کیږي، چې دوی یې سخت اندېښمن کړي او په امنیتي چارواکو نیوکه کوي چې د پېښو په مخنیوي او د قاتلینو په نیولو کې پاتې راغلي دي.
فرهاد شهراني

Comments