ننګرهار کې یوه چاودنه شوې

comments 0

هندوکش – ننګرهار: ننګرهار نه د هندوکش خبري څانګې مسوول فرهاد شهراني وایې چې د جلال آباد ښار اړوند دریمې حوزې په مربوطاتو کې یوه درنه چاودنه شوې.
د نوموړې په وینا، له چاودنې وروسته سیمې کې د ډزو غږ هم اوریدل شوې دې.
سیمې کې عیني شاهدانو د هندوکش خبري څانګې مسوول فرهاد شهراني ته ویلي دي چې له برید وروسته غیر مسوول وسله وال یوه ساختمان ته دننه شوي دي.
عیني شاهدانو زیاته کړې چې، برید ځاې ته نژدې د ښځو چارو ریاست، د افغان بیسیم مخابراتي شرکت سیمه ییز دفتر او save the children موسسه هم شتون لري.
تردې دمه کومې وسله والې ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي.
امنیتي چارواکي که څه هم سیمه ته رسیدلي خو تردې دمه یې اضافي معلومات نه دي وړکړي.
فرهاد شهراني

Comments

Leave a Reply