ننګرهار کې چاودنه شوې

comments 0

8 Views

هندوکش – ننګرهار: ننګرهار کې چاودنې یوه مور له دوو ماشومانو سره وژلې او شپږ نور یې ټپيان کړي دي.
د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وایي، نن سهار شاوخوا اوه نېمې بجې د سره رود ولسوالۍ په فتح اباد کلي کې یوې ناچاوده هاوان مرمۍ چاودنه کړې ده .
خوږیاڼی وایي، چاودنه کې یوه مور له دوو ماشومانو سره وژل شوې او شپږ ماشومان ټپيان شوي دي.
وړاندې داسې ګونګوسې وې چې ګنې په دغه کور توغندی لګېدلی خو وروسته مالومه شوه چې ناچاودنه مرمۍ چاودنه کړې ده .
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments