ننګرهار کې چاودنه شوې

comments 0

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې چاودنې شپږ کسان ټپيان کړي دي.

د والي ویاند وایي، چاودنه د جلال آباد ښار په یو درملتون کې شوې ده چې درې ماشومان او درې ښځې په کې ټپيانې شوې دي.

د  والي ویاند  وایي، دغه درملتون ښاروالۍ ته څېرمه یومارکیټ کې و چې ګڼ ناروغان ورته راغلي وو.

ویل کیږي دا چاودنې هغه وسله والې ډلې کوي چې ډاکټران ورته پيسې ور نه کړي.

جلال اباد کې ورته پېښې داعش او طالبان کوي چې له خلکو باج ټولوي او که ور یې نه کړي، په مرګ یې ګواښي.

فرهاد شهرانی

Comments