ننګرهار کې چاودنه شوې

comments 0

هندوکش ـ ننګرهار: د ننګرهار ولایتي شورا غړی افتخار مومند بمي چاودنه کې ټپي شوی دی.
په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازی او د افتخار مومند ورور فریدون مومند وایي، په ورور یي نن شاوخوا نهه نیمې بجې چاودنه وشوه .
نوموړی وایي پر افتخار مومند کامې پول ته څېرمه دغه چاودنه وشوه .
د فریدون مومند په خبره په دغه چاودنه کې د افتخار مومند یو ساتونکی وژل شوي، موټر چلوونکی او خپله افتخار مومند ټپيان شوي دي.
د برید مسوولیت تراوسه چا نه دی منلی .
فرهاد شهرانی

Comments