ننګرهار کې چاودنه او کونړ کې برید شوی

comments 0

هندوکش – ننګرهار: په ننګرهار کې چاودنه او په کونړ کې توغندیز برید زیان نه لري.
نن سهار شاوخوا لس بجې په جلال آباد ښار کې د یو خصوصي روغتون مخې ته چاودنه شوې خو زیان نه لري.
چاودېدونکي توکي د مغل خان روغتون مخې ته ځای پرځای شوي چې زیان نه لري.
له دې وړاندې شاوخوا نهه نیمې بجې د کونړ پر مرکز اسد آباد کې یو توغندی لګېدلی خو هغه هم زیان نه لري.
دواړو پېښو مسوولیت چا نه دی منلی او نه یی هم دولت پړه پر چا اچولې ده .
فرهاد شهراني

Comments