ننګرهار کې څه د پاسه ۲۰۰ کیلوګرامه بېلابېل نشه يي مواد نیول شوي

comments 0

هندوکش ــ ننګرهار: د ننګرهار ولایت پولیسو څه د پاسه دوه سوه کیلوګرامه بېلا بېل نشه يي مواد ونیول.
د کورنیو چارو وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې معینیت ویاند اسدالله یادګاري وویل، په لومړۍ پېښه کې پولیسو د جلال اباد ښار به اوومه ناحیه کې (۲۰۰) کیلو ګرامه چرس او (۱۵) لېټره کېمیاوي مواد ونیول چې په یوه موټر کې پټ کړای شوي و.
هغه زیاتوي، په دوهمه پېښه کې پولیسو د غني خیلو ولسوالۍ پر لاره په یوه موټر کې (۲۰) کیلوګرامه چرس، درې کیلوګرامه تاریاک او (۸۰) ګرامه د نشې ګولۍ ونیولې.
د دې موادو د قاچاقو په تور پنځه کسان هم نیول شوي دي.
فرهاد شهراني

Comments