ننګرهار کې پولیسو سلګونه کیلو ګرامه چرس ونیول

comments 0

هندوکش – ننګرهار: ننګرهار ولايت بهسودو او مومندرې ولسواليو کې پولیسو او ولسي پاڅون کوونکو په دوو جلا وختونو کې ۳۳۲ کيلو ګرامه نشه يي توکي کشف او ترلاسه کړل.
د ننګرهار امنیه قومندانۍ مطبوعاتي دفتر وایي، د بهسودو ولسوالۍ ثمر خېلو سيمه کې د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزې مديريت پولیسو دوو تنو سره په يو عراده سراچه ډوله موټر کې ۳۲ کيلو ګرامه چرس، چې غوښتل يې غني خېلو ولسوالۍ ته يې وليږدوي ونيول.
دغه راز د نازيانو ولسوالۍ ولسي پاڅون کوونکو تيره ورځ د مومندرې ولسوالۍ په ساګي سيمه کې په يوې کرولا ډوله او مازاد موټر کې ۳۰۰ کيلو ګرامه چرس کشف او ترلاسه کړي دي.
فرهاد شهراني

Comments

Leave a Reply