ننګرهار کې په یوه هوايي برید کې ۲تنه طالبان ووژل شول

comments 0

هندوکش ــ ننګرهار: د ننګرهارولایت په دور بابا ولسوالۍ کې افغان هوايي ځواکونو عملیات ترسره کړي دي، چې په پایله کې یې ۲تنه طالب وسلوال وژل شوي دي.
د ننګرهار ولایت ځايي چارواکي طالبانو ته د یادې مرګ ژوبلې پخلی کوي او وايي، چې په ترسره شوو هوايي عملیاتو کې د طالبانو د وسلو او مهماتو یوه کوچنۍ زیرمه هم له منځه وړل شوې ده.
چارواکي زیاتوي، چې په نوموړو عملیاتو کې ملکي وګړو او افغان ځواکونو ته کوم زیان نه دي رسیدلی.
فرهاد شهراني

Comments