ننګرهار کې پنځه طالبان وژل شوي

comments 0

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار ولایت مقام ویلي، تېره شپه د خوږیاڼو ولسوالۍ په ټټنګ سیمه کې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو عملیات کړي دي.
له ولایت مقام خپره شوې خبرپاڼه لیکي، په سیمه کې د نښتې په مهال د وسله والو طالبانو د یوه قومندان اسلم په ګډون پنځه طالبان وژل شوي او څلور نور شکمن کسان له وسله والو ډلو سره د اړیکو په تور نیول شوي دي.
د سرچېنې په خبره، عملیاتو کې افغان ځواکونو او ملکي وګړو ته زیان نه دی رسېدلی.
طالبانو او د ننګرهار چارواکو تر اوسه د دې خبر پخلی نه دی کړی.
فرهاد شهراني

Comments