ننګرهار کې پنځه تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو ونیول شول

comments 0

هندوکش ــ ننګرهار: د ننګرهار ولایت د امنیه قومندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبینو د مهمند درې ولسوالۍ په اړوند سیمو کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې ۱۷ کیلو ګرامه هیرویین او دوه نیم کیلو ګرامه ښيښه کشف او ترلاسه کړې دي.
یاد نشه يي توکي په یو عراده بار وړونکي موټر کې په ځیرک ډول ځای پر ځای شوي وو او قاچاقبرانو غوښتل بهر ته یې ولېږدوي، چې په تړاو یې دوه تنه نیول شوي دي.
همداراز له نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبینو د مرکز جلال اباد ښار د درېیمې او اتمې امنیتي حوزو په اړوند سیمو کې هم درې تنه د چرسو او هیرویینو د پلور په تړاو نیولي دي.
فرهاد شهراني

Comments