ننګرهار کې پر لمونځ کوونکو برید شوی

comments 0

هندوکش – ننګرهار: د نامالومه وسله والو په برید کې درې لمونځ کوونکي شهیدان شوي او درې نور ټپيان دي.
د ننګرهار ولایت مقام وايي، وسله والو تېره شپه د ماخوستن لمانځه پرمهال د سره رود ولسوالۍ په ادم خېلو سیمه کې په یو جومات کې پر لمونځ کوونکو ډزې کړي.
سرچینه وایي په ډزو کې در لمونځ کوونکي شهیدان شوي او درې نور ټپيان دي.
یوه بله سرچینه وایي په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د ملي پوځ بیز اعاشې قراردادي محمد ایوب هم د وسله والو په برید کې وژل شوی دی.
ددغو پېښو په تړاو څوک نه دي نیول شوي، خو دا ډول بریدونه په تېرو وختونو کې طالبانو او داعش وسله والو کړي دي.
فرهاد شهراني

Comments