ننګرهار کې پر داعش برید شوی

comments 0

هندوکش – ننګرهار: ننګرهار کې بې پيلوټه الوتکې برید د داعش ډلې درې وسله وال وژلي دي.
د ننګرهار امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي مسول حضرت حسین مشرقیوال وايي، برید تیر مازدیګر ناوخته د اچین ولسوالۍ پېښې سیمه کې شوی دی.
د مشرقیوال په خبره وژل شوي درې واړه وسله وال د داعش ډلې غړي وو او ملکیانو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
فرهاد شهراني

Comments

Leave a Reply