ننګرهار کې پر داعشیانو هوایي بریدونه شوي

comments 0

9 Views

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار رسنیز دفتر نه په خپور شوي خبرپاڼه کې راغلي چې د بهرنیو ځواکونو په هوایي بریدونه کې داعش وسله والې دلې ده درنه مرګ ژوبله اوښې ده.
د خبرپاڼې پر بنسټ، عملیات د بهرنیو ځواکو جیت ډوله الوتکو پر مټ شوې چې پکې دداعش وسله والې ډلې 17 کسان وژل شوي دي.
ویل کیږي برید تیره شپه د بهرنیو ځواکونو جیټ الوتکې د هسکې مینې ولسوالۍ په اوغز سیمه کې دداعشیانو پر پټنځایونو ترسره شوې چې د یادې ډلې یو شمیر سپکې او درنې وسلې هم له منځه وړل شوې دي.
داعش وسلوالې ډلې لا تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments