ننګرهار کې پرخبریالانو برید شوی

comments 0

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې د ننګرهار ملي راډيو تلويزيون پر کار کوونکو برید کړی، چې په ترڅ کې يې د غني خېلو ولسوالۍ مقام موټر چلوونکی شهید شوی او د ملي راډيو تلويزيون خبريال او يو کمره مين ټپيان شوي دي.
خبریالان غني خيلو ولسوالۍ ته د خبري پوښښ لپاره تللي و چې د بټي کوټ ولسوالۍ اړوند دریم فارم سیمه کې پرې طالبانو برید کړی او ټپيآن کړي یې دي.
دا پېښه د خبریالانو ټولنو غندلې او زیاته کړې یې ده چې وسله وال نه شي کولای په دا ډول بریدونو سره د رسنیو غږ غلی کړي.
د ننګرهار د روغتیا ریاست د ژورنالستانو روغتیايي وضعیت ښه ښودلی چې ژر به له درملنې رخصت شي.
فرهاد شهراني

Comments

Leave a Reply