ننګرهار کې ټرافیکې پېښه شوې

comments 0

هندوکش – ننګرهار: د ترافیکي پېښې له امله ۱۲ تنو ته مرګ ژوبله واوښته
ترافیکي پېښه نن سهار شاوخوا اوه نیمې بجې د ننګرهار روداتو ولسوالۍ سرخ دیوال سیمه کې شوې ده.
د مړو شویو پنځو کسانو په ډله کې یوه ښځه او درې ماشومان دي او اوه نور په کې ټپیان شوي دي.
د پېښې ټول قربانیان د جلال اباد حوزوي روغتون ته لیږدول شوي دي،چې د ټپیانو روغتیايي وضعیت یې د ډاډ وړ دی .
فرهاد شهراني

Comments