ننګرهار کې نشه يي توکي نیول شوي

comments 0

هندوکش – ننګرهار: ننګرهارامنیه قوماندانۍ پولیسو په جلال اباد ښار کې شپږ تنه د لسګونه کیلو ګرامه نشه يي توکو سره نیولي .

ننګرهار امنیه قومنداني وایي،  بېلابېلو سيمو کې تېره شپه د امنیه قوماندانۍ د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې پولیسو د ځانګړو پلټنو پرمهال ۶۵ لیتره شراب، ۱۱ کیلو ګرامه هیروین او یو شمیر نور توکې له شپږو کسانو سره نیولي دي .

له امنیه قومندانۍ خپره شوې خبرپاڼه لیکي، د بهسودو ولسوالۍ په خوشکنبد سیمه کې په یو زرانج موټر سایکل کې ځای پر ځای شوي ۶۵ لیتره شراب چې غوښتل یې بهسودو نورو سیموته یې ولیږدوي،د نشه یې توکو پر ضد د مبارزې پولیسو له لورې له یو کس سره یو ځای ونیول شول .

همدا راز نږدې ۵ کیلو ګرامه هیروین چې په عراده کرولا موټر کې ځای پر ځای شوي وو او د جلال اباد ښار لومړۍ ناحیې څخه یې اوومې حوزې لور ته لیږدول،د دوو کسانو سره یو ځای د پولیسو له لورې ونیول شول،پولیسو همدا راز د جلال اباد ښار درېیمې ناحیې په مربوطاتو کې دوه کسان له یو میل تفنګچې او ۷ ګرامه هیروینو سره یو ځای نیولي دي.

نیول شوو کسانو پخپلو جرمونو اعتراف کړی

فرهاد شهراني

Comments