ننګرهار کې ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

comments 0

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ په ګردي كڅ سيمه كې تېره شپه د امنیتي ځواكونو په عملياتو کې اتو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ځايي اوسېدونکي وايي، په دغو عملياتو كې پنځه وژل شوي او درې ټپي شوي كسان ټول ملکي وګړي دي.

د ګردي کڅ د ځوانانو ټولنې مشر رئيس خان غرني ویلي، چې په دې كسانو كې يو شمېر يې د فاتحې لپاره يادې سيمې ته ورغلي وو، چې په يوه حجره كې په ډله ييز ډول وژل شوي او ژوبل دي.

د هغه په وينا، امنيتي ځواكونو پنځه نور ملكي كسان له ځانونو سره بېولي دي. د ننګرهار ولايتي چارواکي په ګردي کڅ سيمه کې ياده مرګ ژوبله تاييدوي، خو زياتوي، دغه عمليات د دولت د وسله والو مخالفينو د ځپلو په هدف ترسره شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تردې وړاندې افغان امنیتي ځواکونو ویلي وو چې طالبان د خلکو له کورونو سنګر په توګه ګته پورته کوي او کله چې افغان امنیتي ځواکونو په هغوې عملیاتو کوي نو له امله یې خلکو ته زیان اوړي.

فرهاد شهراني

Comments