ننګرهار کې له ۱۴۰۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته ترسره شوه

comments 0

هندوکش ــ ننګرهار: د ننګرهار ولایت سیمه ییز چارواکي وایي، چې د نړیوال خوراکي پروګرام WFP په مالي مرسته او د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو ریاست سره په ګډه یاده مرسته په هغو کورنیو ویشي، چې کورونه یې د جګړې له امله پریښي وي.
سیمه ییز چارواکي زیاتوي، چې په یاده مرسته کې اوړه، بوره، غوړي او نغدې مرستې هم شاملې دي.
په ورته وخت کې د یاد ولایت اوسیدونکي له یادو مرستو خوښ دي او مننه کوي، دوی په افغان حکومت اونورو مرستندویه ادارو غږ کوي، چې له اړمنو سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.
فرهاد شهراني

Comments