هندوکش – ننګرهار: ننګرهار کې د بزګرو لپاره دوه ویشت نیم میلیونه ډالر ځانګړي شوي چې د کوکنارو بدیل کښت ورته برابر کړي.
دا پروګرام چې تېره ورځ یې پرانیسته وشوه، د ننګرهار په هغو ولسوالیو کې تطبیق کیږي چې داعش پکې قدم وهلی.
د پروګرام د پرانیستې مراسمو کې د نشه یي توکو سره د مبارزې وزارت وویل، د کوکنارو له کښت وړاندې یې په څلور زره هکتاره ځمکه د کوکنارو د کښت مخه نیولې.
دا پروژې د ننګرهار، په روداتو، چپرهار، اچین، کوټ، خوږیاڼو او شیرزادو ولسوالیو کې تطبیق کیږي چې دوه کاله به دوام وکړي او نږدې دوه زره کسانو ته به کاري زمینه هم برابره شي.
فرهاد شهراني
ننګرهار کې له بزګرو سره مرسته کیږي

Leave a Reply
You must be logged in to post a comment.