ننګرهار کې طالبان وژل شوي

comments 0

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار ځايي چارواکو یوې سرچیني ویلي چې په ننګرهار کې یي دوه طالبان وژلي او د یو سرګروپ په ګډون یي دوه نور ټپيان کړي دي.
د سرچینې په خبره، نن سهار شاوخوا اته بجې طالبانو د مومندرې ولسوالۍ د ۲۸ ویالې په سیمه کې د اردو پر ګزمې برید وکړ.
سرچینه وایي، د اردو په ځوابي برید کې دوه طالبان وژل شوي او دوه یي ټپيان شول .
سرچینه وایي په برید کې افغان سرتیرو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
فرهاد شهراني

Comments