ننګرهار کې طالبانو یو دیني عالم له خپل زوی سره یوځای وژلی دی

comments 0

هندوکش ــ ننګرهار: د ننګرهار ولایت په لعل پوره ولسوالۍ په سربند سیمه کې دیوه دیني عالم په موټر چاودنه شوې، چې په ترڅ کې دیني عالم له خپل زوي سره یو ځای وژل شوي دي.
چارواکي وايي، چې په یاده پیښه کې دوه تنه نور دیني عالمان ټپیان شوي دي، چې روغتیايي وضعیت یې د اندیښنې وړ دی.
د ننګرهاروالي ښاغلي شاه محمود میاخیل یاد برید په سختو ټکو سره غندلی دی او ویلي دي، چې دا او دېته ورته بریدونه د حقیقي عالمانو په وړاندې بزدلانه او جاهلانه عمل دي.
فرهاد شهراني

Comments