ننګرهار کې سرګروپ په ګدون اوه طالبان نیول شوي دي

comments 0

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهای ولایت رسنیز دفتر نه په خپور شوي خبر کې راغلي چې د افغان ځانګړو امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې د طالب وسله والې ډلې اوه کسان نیول شوي دي.
د خبر پر بنسټ یاد کسان تیره شپه د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې نیول شوي دي.
یاد عملیات چې د خوګیاڼیو په مملې او خواران سیمه کې ترسره شوي دي په پایله کې یي د وسلوالو طالبانو د یوه سرګروپ محصل خان چې مشهور په امیر صیب دی په ګډون د ملي امنیت ځانګړي قطعي ۷ شکمن کسان ژوندي نیولي دي.
یادو عملیاتو کې د طالبانو یوه عراده سراچه موټر او دوه عرادي موټر سایکلونو له منځه وړل شوي او سربیره د ځانګړي قطعي لاس ته دري میله کلاشینکوفونه او یو میل بم افګن هم لاس ته ورغلی دی.
تردې دمه طالب وسله والې ډلې په دې هکله څه نه دي ویلي.
فرهاد شهراني

Comments