ننګرهار کې راستانه شویو پنځه لس سوو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

comments 0

0 Views

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار د کډوالو او راستنیدونکو چارو ریاست وايي چې ددغه ریاست په هڅو او د دریو بېلابېلو مرستندويه بنسټونو په مالي همکارۍ دغه مرستې په پنځلس سوه شپږو بې ځایه شویو ویشل شوي دي.
ننګرهار کې د کډوالو چارو ریس غلام حيدرفقيرزی وویل: د بشري خيريه موسسې په همکارۍ يې له څلور سوه کورنيو سره نهه اعشاريه شپږ ميلونه افغانيو په اندازه نغدي مرسته وکړه.
د نوموړي په وینا: هرې کورنۍ ته د کور د کرايه د لنډولو لپاره څلورويشت زره افغانۍ ورکړل شوې .
په ورته وخت کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رئيس وويل:د N R C ادارې هم دوه سوه اتلس تنو ته د دوه ويشتو ورځو کاري زمينې برابره کړې وه چې وروسته دوه لکه ديارلس زره څلور سوه افغانۍ ورکړې.
د فقيرزي په وينا هرې کورنۍ ته د دوه ويشتو کاري ورځو په بدل کې نهه زره اووه سوه افغانۍ ورکړل شوې.
د یادونې وړ ده چې افغانستان کې د بهرنیو او سیمه ییزو هیوادونو تپل شوې جګړه ددې لامل شوې چې خلک له افغانسته بهر ته او دننه هیواد کې بې ځایه کیدو ته مجبور شي.
ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply