ننګرهار کې د 63 ملیونو افغانیو په ارزښت ټولګتې پروژې پیل شوې

comments 0

هندوکش – ننګرهار: په ننګرهار کې د ولسي تړون پروګرام په چوکات کې د ۶۳ ميليونو افغانيو په لګښت د لسو رغنيزو پروژو چارې پيل شوې چې د جلال اباد ښار زرګونو خلکو ته به يې ګټه ورسېږي.
د پروژو پرانیست غونډې پر مهال مربوطه چارواکو وویل، د دغو پروژو د لګښت ۱۵ ميليونه افغانۍ د ولس له خوا ورکول کېږي چې سړکونه، ويالې او پلې لارې به پرې ورغول شي.
چارواکي وايی، په دغو پروژو کې د سړکونو، ويالو، پلو لارو، پلچکونو او يو شمېر نورو برخو رغول شامل دي چې د جلال اباد ښار اړوند د درېيمې او پنځمې ناحيې زرګونو خلکو ته به يې ګټه ورسېږي.
د ولسي تړون پروګرام د هېواد په بېلا بېلو ولایتونو کې پلی کېږي چې موخه يې په کليو او ښارونو کې د خلکو د غوښتنو او اړتياوو سره سم د کارونو ترسره کول دي.
فرهاد شهراني

Comments