ننګرهار کې د یوه چاودنې مخه ونیول شوه

comments 0

هندوکش – ننګرهار: ځايي چارواکو ننګرهار کې د یوه موتر بم چاودنې مخنیوي کړي دې.
د ننګرهار ولایت رسنیز دفتر وایي، یو کرولا ډوله موتر چې انفجاري مواد یې منځ کې ځای پرځاې شوي وو غوښتل یې د ننګرهار په خوګیانیو ولسوالۍ کې انفجاري برید ترسره کړي چې موخې ته له رسیدو مخکې له منځه وړل شو.
د رسنیز دفتر په لیکنه، د دولت مخالفې ډلې هود درلوده چې پر امنیتې چارواکو برید ترسره کړي چې د ملي امنیت منسوبینو لخوا تر نیول کیدو وروسته موتر ته انفجار ورکړل شو.
د یادونې وړ ده چې امنیتي ځواکونو د خوګیانیو په سر قلعه سیمه کې اته د هاوان مرمي هم نیولي دي.
فرهاد شهراني

Comments

Leave a Reply