ننګرهار کې د یوه طالب قوماندان په ګډون ۶تنه طالبان وژل شوي دي

comments 0

هندوکش ــ ننګرهار: د ننګرهار ولایت امنیتي چارواکي وایي، چې په تیرو دوه اونیو کې وسلوالو طالبانو په خوګیاڼو، شیرزاد، ده بالا، بټي کوټ او نازیانو ولسوالیو کې د افغان ځواکونو په پوستو بریدونه پیل کړي دي، چې په ترڅ کې د افغان ځواکونو له ځوابیه برید کې د قوماندان منصور په ګډون ۶تنه وسلوال طالبان وژل شوي دي.
چارواکي زیاتوي، چې په تیرو دوه اونیو عملیاتو کې ۴۰کړۍ ماینونه او چاودیدونکي مواد کشف او له منځه وړي دي.
فرهاد شهراني

Comments