ننګرهار کې د کرونا فنډ په نوم د مرستو را ټولولو لپاره صندوق پرانستل شو

comments 0

هندوکش ــ ننګرهار: د ننګرهار والي په نوښت زیاتو اړمنو کورنیو سره د مرستو ترسره کولو په موخه د کرونا فنډ په نوم صندوق پرانیستل شو.
د ننګرهار د والي شاه محمود میاخېل په نوښت په دې ولایت کې تر سل زرو زیاتو اړمنو کورنیو سره د مرستو ترسره کولو په موخه د کرونا فنډ په نوم صندوق پرانیستل شو، همدا راز ښاغلي میاخېل او کورنۍ یې لومړني کسان وو چې د یاد صندوق سره یې سل زره افغانۍ او پنځه زره او درې سوه امریکایي ډالر مرسته وکړه.
یاد صندوق چې ژر به ورته د امریکايي ډالرو او افغانیو بانکي حسابونه پرانیستل شي، د مارچ پر ۲۸مه، د دې ولایت د والي شاه محمود میاخېل په مشرۍ د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي کمیټې د پرېکړې په ترڅ کې پرانیستل شو چې مدیریتي چارې به یې د ولایتي شورا غړی ډاکټر ناصر کاموال، د سوداګرۍ خونې عامل رییس ډاکټر شمس الحق او د ډاکټرانو اتحادیې مشر ډاکټر ایمل ذکي لخوا پرمخ وړل کیږي.
د یادې کمیټې د پرېکړې له مخې د ناحیو او ولسوالیو مسؤلین به په ګډه د هغه اړمنو کورنیو لیستونه برابروي چې د ورځې په مزدورۍ یې کورنۍ ته نفقه ګټله او دا مهاله چې کارونه ولاړ دي، د خوړو موندلو له ستونزو سره مخامخ دي.
د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل چې له یاد صندوق سره یې د خپلې یوې میاشتې تنخوا سل زره افغانیو او کورنۍ لخوا یې د پنځه زره او درې سوه امریکایي ډالرو مرسته وشوه، ژمنه وکړه چې د مرستو را جلبولو په برخه کې به لا هم زیاته همکاري وکړي، خو له خلکو یې هم وغوښتل چې د بې وزله کورنیو سره د مرستو ترسره کولو په موخه د یاد صندوق سره مرسته وکړي.
فرهاد شهراني

Comments