ننګرهار کې د کبانو روزنه زیاتیږي

comments 0

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ ریاست وايي، یو پروګرام یې پيل کړی چې په اساس به یې د یو کال په موده کې د کبانو ۲ زره ټنه غوښې تولید ته زمینه برابریږي.
د ننګرهار کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي، په سره رود ولسوالۍ کې د ۹ میلیونه افغانیو په مالي لګښت د دوه میلیوني نسلي کبانو تولیدي مرکزد جوړولو چارې پیل شوي،چې د بشپړیدو وروسته به هر کال د کبانو ۲ زره ټنه غوښه تولید کړي.
د کرنې او مالدارۍ رئیس رفیع الله رحیمزی وایي،یاد مرکز د دوه میلیونه کبانو د بچیانو د تولید ظرفیت لری، چې دغه تولیدیدونکي نسلي کبان د ۲ زره حوضونو لپاره کفایت کوي،چې له امله به يي د ۲زره ټنه په شاوخوا د ماهیانو غوښه تولید کړي
نوموړی زیاتوي، یاد تولید د ختیځ سربېره د هېواد نورو ولایتونو لپاره هم د روزنې او مصرف لپاره تر یوې کچې بسنه کوي .
فرهاد شهراني

Comments

Leave a Reply