ننګرهار کې د ښځو لپاره مارکیټ جوړيږي

comments 0

هندوکش – ننګرهار: ننګرهار کې د ښځو لپاره د کارو بار ځانګړي مارکېټ د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
چارواکي وايي، یاد مارکېټ د جلال اباد ښار د ښځو په بڼ کې د هند په مالي مرسته په دریو میاشتو کې جوړېږي.
په دې مارکیټ سره به ښځې وکولای شي خپل لاسي صنایع او نور تولیدات په دکانونو کې د خرڅلاو لپآره کیږدي.
ښځینه سوداګرې خوښې دي، چې د کارو بار لپاره ورته مناسب مارکېټ جوړېږي.
فرهاد شهراني

Comments

Leave a Reply