ننګرهار کې د ځمکې پرسر شخړه

comments 0

هندوکش – ننګرهار: ننګرهار کې د ځمکې پر سر شخړې له امله يولس تنو ته مرګ ژوبله واوښته.
ننګرهار ولايت غني خيلو ولسوالۍ شيرګړ سيمه کې د نور ستار او خير اکبر په نومونو د دوو کورنيو غړو د ځمکې پر سر شخړه کړې، چې له امله يې د دواړو کورنيو څخه دوه تنه وژل شوي او نهه تنه نور ټپیان شوي دي.
د معلوماتو له مخې وژل شوي کسان د نور ستار او خير اکبر زامن دي.
شینوارو اړوند به دا لومړی ځل نه وي چې خپل منځي شخړو کې کسان وژل کیږي.
اوس د دوی تر منځ قومونه جرګه شوي او نښته پای ته رسیدلې ده.
سيمې ته د امنيتي ځواکونو په رسيدو سره د دواړو کورنيو ترمنځ نښته دريدلي، چې په شخړه کې شامل کسان نيول شوي او ترې څېړنې روانې دي.
فرهاد شهراني

Comments