ننګرهار کې د وسلو یو ډیپو کشف شوی

comments 0

هندوگش – ننگرهار: راپورونه وایي، ننګرهار کې د وسله والو مخالفینو د مهماتو ډکه ډیپو کشف او لمنځه وړل شوی دی.
د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوږیاڼي وایي، د غني خیلو ولسوالۍ به ګولایئ سیمه کې تېره شپه د ملي امنیت ځآنګړو ځواکونو له لورې عملیات ترسره شوي،چې په ترڅ کې د وسله والو طالبانو د مهماتو یوه ډکه ډیپو کشف او لمنځه وړې ده.
همدا راز د دې عملیاتو پر مهال ۵ شکمن کسان هم نیول شوي،چې ترې پوښتنې جریان لري.
د والي ویاند وایي، د ننګرهار په بیلابیلو ولسوالیو کې د افغان ځانګړو ځواکونو له لوري ځانګړي عملیات کیږي چې ښې لاسته راوړنې لري.
فرهاد شهراني

Comments

Leave a Reply