ننګرهار کې د وسله والو برید تردې دمه دوام لري

comments 0

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار ولایت رسنیز دفتر نه په خبره شوې خبر کې راغلي چې نن سهار شاوخوا لس بجې وسله والو د ننګرهار پر پوهنې ریاست ډله ییز برید کړې چې مرګ ژوبله یې اړولې ده.
د رسنیز دفتر خبر پر بنسټ تراوسه پورې په دې برید کې لږترلږه ۲ تنه وژل شوي دي.
هندوکش ته یوې سرچینې ویلي چې تردې دمه په سیمه کې د چاودنو غږ اوریدل کیږي.
امنیتي چارواکي ویلي چې په برید کې ۲ تنه وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي.
امنیتي ځواکونو یو شمېر کسان د حملې له ځایه ژغورلي خو ویل کېږي چې ډېر دولتي ملکي مامورین په ودانۍ کې بند پاتې دي.
د یادونې وړ ده چې په هغه سیمه کې هیڅ ډول امنیتي یا هم د بهرنیو ځواکونو کومه اداره شتون نلري چې طالبان له هغه امله پرې برید وکړي.
فرهاد شهراني

Comments