ننګرهار کې د هدفي وژنو درې کسان نیول شوي دي

comments 0

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار چارواکي وايي هغه درې تنه يې نيولي چې د پیسو په بدل کې به يې هدفي وژني کولې.
د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاني نن وویل د وسله والو مخالفینو هغه درې تنه یې نیولي چي د هدفي وژني یې کولي.
خوږیانی وایې چي دغه وسله والو د پیسو په بدل کي خلګ وژل چي د امنیتي ځواکونو لخوا نیول سوي.
د خوږیاڼي په خبره چي نيول شوو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف کړی.
تراوسه کومي وسله والې ډلې په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
فرهاد شهراني

Comments