ننګرهار کې د نوروز په مناسبت نندارتون

comments 0

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې د نوي کال په مناسبت د کورنیو تولیداتو درې ورځنی ولسي نندارتون پرانیستل کیږي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوږیاڼي وایي، د ولایت مقام په همکارۍ د دې ولایت د صنایعو معدنونو خونې له لورې د جلال اباد ښار سراج العمارت بڼ په کرکټ اکاډمۍ کې د وطنیو تولیداتو درې ورځنی ولسي نندارتون پرانیستل کیږي.
یاد نندارتون به نوي کال د حمل میاشتې په اتمه،نهمه او لسمه نیټه د هېوادوالو پرمخ په ازاد ډول پرانیستي وي .
په دې نندارتون کې به د لاسي صنایعو په ګډون تولیدات هم نندارې ته کیښودل شي چې بازار موندنه ورته وشي.
فرهاد شهراني

Comments