ننګرهار کې د نشه یې موادو د قاچاق په تړاو درې تنه ونیول شول

comments 0

هندوکش ـ کابل: د کورنيو چارو وزارت وياند طارق آرين وايي، چې په ننګرهار ولايت کې يې په درېو جلا جلا عمليات تر سره کړي چې په پایله کې يې د ټابليټ کا په نوم نشه يي ګوليو او چرسو د قاچاق مخه یې نيولې ده.
ښاغلی زياتوي، چې لومړۍ عمليات يې د ننګرهار په مومند دره ولسوالۍ کې کړي چې په نتيجه کې يې د ټابيټ کا په نوم ۱۷۰ نشه يي ګولۍ نيولي دي.
دوهم عمليات په دربابا ولسوالۍ کې شوي چې په نتيجه کې يې ۱۸ کيلوګرامه چرس نيول شوي دي، دغه ډول دريم او څلورم عمليات د جلال اباد ښار په نهمه ناحيه کې شوي چې په نتيجه کې يې څلور کيلو ګرامه هيرويين نيول شوي دي.
د کورنيو چارو وزارت وايي چې د دې نشه يي موادو د ساتلو او قاچاقو په تور درې تنه هم نیول شوي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments