ننګرهار کې د موټر بمب برید شوې

comments 0

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار ولایت رسنیز دفتر نه په خپور شوي خبر کې راغلي چې، شیرزادو ولسوالۍ پر مقام له دوه موتر بم بریدونو وروسته حکومتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه شوې ده.

چارواکي وایي، د ننګرهار ولایت د شیرزادو ولسوالۍ مقام ودانۍ ته نږدې تېره شپه وسله والو طالبانو د بار وړونکو موټرو په وسیله دوه ځانمرګي موټر بم چاودنې کړې او له هغې وروسته یې په ولسوالۍ مقام کې له امنیتي ځواکونو سره جګړه پیل کړې ده.

ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوګیانی وایي، چې د امنیتي ځواکونو په ځوابیه برید کې ۲۷ وسله وال طالبان ووژل شول او ۳۲ نور سخت ټپيان شول او په خبره یې چې پر ولسوالۍ مقام یې دغه برید هم له ماتې سره مخ شوي دي.

خوګیاڼی زیاتوي، چې په دې پېښه کې دوه امنیتي ځواکونه وژل  شوي او اته نور ټپیان دي، چې د دوو تنو حالات یې نازک ښودل شوی .

فرهاد شهراني

Comments