ننګرهار کې د ملکي هوايي ډګر سروې پیل شوه

comments 0

هندوکش – ننگرهار: ننګرهار لپاره حکومت یو ملکي هوایي ډګر منظور کړی چې د سروې کارونه یې پيل شوي او ژر ده چې د جوړیدو کار یې هم پيل شي، ننګرهار ملکي هوایي ډګر درلود، خو اوس پکې بهرنیانو اډه جوړه کړې او ملکیانو ته اجازه نه ورکوي.
تېره ورځ د ننګرهار د والي ګلاب منګل په لارښوونه د بهسودو ولسوال محمد صدیق دولتزي، د ملکي هوايي ډګر مسئول انجنیر رحمت الله سجاد، دننګرهار ولایت مقام تخنيکي کارپوه انجينر سید کمال سادات، د ښارجوړونې پلاوي او یو شمېر نورو په دغه ولایت کې د ملکی هوایي میدان د ځای نښه کولو په موخه سروې ترسره کړه .
مسئولينو د بهسودو ولسوالۍ اړوند د فارم هډې او یو شمېر نورې سیمې ولیدې او د ملکي هوایي ډګر د ځای ټاکلو په موخه یې سره نظرونه شريک کړل .
د بهسودو ولسوال محمد صدیق وويل، چې د ملکي هوايي ډګر په جوړېدو سره به د دې ولايت او ټولو هېوادوالو شته ستونزې حل شي.
د ملکي هوایي ډګر مسئول رحمت الله سجاد ډاډ څرګند کړ، چې د ملکي هوايي ډګر په جوړيدو کې به نه ستړي کېدونکې هلې ځلې تر سره کړي.
فرهاد شهرانی

Comments

Leave a Reply