ننګرهار کې د ملي اردو یوه ډله محاکمه شوه

comments 0

هندوکش – ننګرهار: د ۲۰۱ سیلاب قول اردو نظامي محکمې هغه ۸ تنه علني محکمه کړل، چې په مارکو بازار کې یې له یوه صراف۱۱ سوه زره سعودي ریال او ۷۰ زره امریکايي ډالرتښتولي وو.
یوه میاشت وړاندې یوه ډله کسانو په رڼا ورځ یو صراف وتښتو او بیا يې ترې پيسې واخیستې، خو د دې کسانو ویډیو په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوه او تر نیول کیدو وروسته ونیول شول.
په علني محکمه کې د دې ډلې مشر په شل کلونو او نور یې له پنځلس کلونو کم بند باندې محکوم شول.
په شل کاله جرم محکوم شوي قومندان فضل حق په غلا کې لاس لرل رد کړي، خو سرتېري یې پرې شاهدي ویلي چې پيسې یې ټولې وهلي دي.
د ننګرهار والي حیات الله حیات خلکو ته ډاډ ورکړی چې عدالت به تامینوي او په دې برخه کې به هیڅ فشار ته تسلیم نه شي.
په محکمه کې د ختیځ زون لپاره د پوځ مشر وزیري ویلي چې د ملي اردو په لیکو کې به هر هغه څوک په سزا رسیږي چې د ملي اردو له نوم او یونیفورم څخه ناوړه ګټه اخلي.
فرهاد شهراني

Comments