ننګرهار کې د طالب وسله والو پنځو کسانو ته مرګ ژوبله اوښټې ده

comments 0

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار ولایت رسنیز دفتر نه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې، تېره شپه د ننګرهار بټي کوټ ولسوالۍ اړوند باریکاب سیمه کې وسله والو طالبانو د ولسي پاڅونوالو پر پوستو بریدونه کړي .
د خبرپاڼې په حوال،په ځواب کې یاد بریدونه د پاڅونوالو له لورې په شاه تمبول شوي په دغه نښته کې د نورعالم په نوم د وسله والو طالبانو یو سرګروپ چې مشهور په خالد و وژل شوی او څلور نور یې ټپیان کړي دي.
د خبر پاڼې د معلوماتو له مخې د وژل شوي سرګروپ جسد هم په سیمه کې پاتي شوی دی.
په دې پېښه کې امنیتي ځواکونو او ولسي پاڅونوالو ته کوم زیان نه دی اوښتی.
فرهاد شهراني

Comments