ننګرهار کې د طالبانو یو مشهور قومندان ووژل شو

comments 0

هندوکش – ننګرهار: بتي کوت کې خپل منځي شخړې له امله د طالب وسله والې ډلې یو نامتو قومندان وژل شوې دې.
بتي کوت کې سیمه ییز چارواکي وایي چې تیره ورځ نا وخته ددې ولایت په جنتیانو سیمه کې خپل منځي شخړې له امله د طالبانو یو قومندان وژل شوې دې.
د چارواکو په وینا د طالبانو دغه قومندان عماد نومیږي چې د امین الله زوې دې.
نوموړي زیاتوي چې عماد بټي کوت ولسوالې کې د طالب ډلې یو فعال قومندان وو چې تخریبي او ترهګړي فعالیتونه یې ترسره کول.
په دې اړه طالبانو بیا تر اوسه څه نه دي ویلي.
فرهاد شهراني

Comments

Leave a Reply